ایکنانیوز د youngwitness، له قوله راپور راکوي، شنبې، د لړم یا عقرب د میاشتې ۳، چې د اکټوبر له ۲۵ نیټې سره برابره ده ، «یانګ» جومات به یو ځل بیا د خلکو کوربه وي چې د آسټریلیا د جوماتونو دپرانیستې د ملي ورځ (National Mosque Open Day) په چوکاټ کې، د مسجد له چاپېریال، د هغه له ټولنیزو پروګرامونو او له اسلامي تعلیماتو سره له نږدې بلد شي.
په دغې پېښې کې چې له سهار ۱۰ بجو څخه تر غرمې ۲ بجو پورې به په جومات کې ترسره شي، لیدونکي به د مسجد له بېلابېلو برخو لیدنې وکړي، د مسلمانانو ټولنې غړو سره به خبرې وکړي، له اسلامي دوديزو خوړو به خوند واخلي او د اسلام په اړه به خپلې پوښتنې په مستقیم ډول د مسجد د جماعت له امام څخه وپوښتي.
ددغه پروګرام د ترسره کوونکو په وینا، ددغه پروګرام اصلي موخه «د خبرو اترو او ملګرتیا د دروازې خلاصول» دي. د یانګ مسجد امام په یوې مرکې کې چې له ځايي رسنۍ Young Witness سره ئې کړې ده، وویل: دا ورځ د هغو ګاونډیانو او نورو لپاره یوه موقع ده چې مونږ ښه وپېژني؛ مونږ غواړو چې ښکاره کړو مسجد یوازې د عبادت ځای نه دی، بلکې د ملګرتیا،دوستئ او مهربانئ کور دی.
هغه زیاته کړه: کله چې خلک نږدې شي ، پوښتنې کوي او سره خبرې کوي،نو ډېرې غلط فهمۍ پخپله له مینځه ځي. دا هماغه موخه ده چې د جوماتونو د پرنیستل کیدا ملی ورځ ئې تعقیبوي.
یانګ جومات په یوه کوچني ښار کې چې د دمختلفو کلتورونو خلک په اوسیږی او په وروستیو کلونو کې ئې د خیریه او زده کړط دپروګرامونو پشمول په ټولنیزو فعالیتونو کې فعال رول درلودلی دی. جومات د نارینه وو او ښځو لپاره د لمانځه ځای، ویلچئیرز ته د لاسرسي، پارکینګ، وضوخانې او تشنابونو امکانات وړاندې کوي.
په آسټریلیا کې د جوماتونو د پرانستیل کیدا ملي ورځ سږکال په دوامدار ډول دولسم کال هم په پرتم سره لمانځل کیږي په دغه هیواد کې څه دپاسه اتیا جوماتونه په دغه پرورام کې ګډون کوي. دا نوښت د «آسټریلیا د امامانو د ملي شورا» په ملاتړ ترسره کېږي او د ترسره کوونکو په وینا، موخه ئې «د زړه او ذهنونو ترمینځ پَل جوړول» دی.
https://iqna.ir/fa/news/4312458